د امریکا استازو جرګې د جزا پر نړیوالې محکمې د بندیزونو طرحه تصویب کړې

د امریکا استازو جرګې د جزا پر نړیوالې محکمې د بندیزونو طرحه تصویب کړې نړۍ
د امریکا استازو جرګه

وروسته له هغه چې د جزا نړیوالې محکمې د اسرائیلو له لوري غزه کې د نسل وژنې له کبله د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر صادر کړ، تازه د امریکا استازو جرګې پر یادې محکمې د بندیزونو لګولو طرحه تصویب کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه طرحه چې د جمهوري غوښتونکو له لوري وړاندې شوې وه، د امریکا د استازو جرګې ډيموکراټانو یې هم ملاتړ کړی دی.

د جزا پر نړیوالې محکمې د امریکا استازو جرګې له لوري د بندیزونو دغه طرحه په داسې حال کې تصویب کېږي، چې څه موده وړاندې د نړیوالې جنايي محکمې یوه لوړ پوړي څارنوال کریم خان د اسراييلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جنګي جنایتونو په تور د نیولو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا له ښکاره ملاتړه برخمن نتنیاهو د یادې محکمې له لوري فلسطین کې پر نسل وژنې تورن دی.

تړلي موضوعات