امارت له ټولو هېوادونو سره د غوره سیاسي او اقتصادي تعاملاتو غوښتونکی دی
شیخ شهاب الدین دلاور: امارت له ټولو هېوادونو سره د غوره سیاسي او اقتصادي تعاملاتو غوښتونکی دی
د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په کابل کې د انګلستان سفارت له چارسمبالي روبیرت ډیکسن او علمیاتي مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د غوره سیاسي او اقتصادي تعاملاتو غوښتونکی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین دی، یو حاکمیت شتون لري او د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، د نشه توکو پرکر کیلې بندیز، د معتادینو ټولولو او ځینو نورو برخو کې پرمختګونه شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، د عمومي عفوې له اعلان سره ټول هېودوال کولای شي خپل هېواد ته را وګرځي.
په دې لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر ښه والي هم ټینګار وشو.
دغه راز په دې کتنه کې د انګلستان چار سمبالي د خپل هېواد له لوري له پاکستان څخه له راستانه شویو کډوالو سره د مرستو په ډېروالي هم ټینګار کړی دی.