افغانستان کرکټ لوبډله له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې لوبه لري
دا لوبه سبا سه شنبه د افغانستان په سیمه ییز وخت ۵ بجې د ویسټ انډیز کېنګزټاون ښار په ارنوس ویل لوبغالي کې تر سره کېږي.
افغانستان لپاره په لوی توپير د دې لوبې ګټل ځکه مهم دي، چې وړاندې تر دې یې د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې له هند ماتې خوړلې ده.
افغانستان تر اوسه د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې دوه لوبې کړئ، چې هند ته یې بایللې خو اسټرالیا یې ماته کړې ده.
د کرکټ مبصرین د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روانو لوبو ته په کتو وايي، افغان لوبغاړي له رواني، جسمي او لوبیز پلوه تر بنګالیانو ښه دي نو ډېر امکان شته، چې سهارنۍ لوبه هم وګټي.