د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو چارې پیل شوې روغتیا
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ پاپین سیمه کې د یونسیار له لوري د ۲۳۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د (UCHC) روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ننګرهار ولایت عامې روغتیا مسؤلین وایي، یاد روغتون به په اساسي ډول رغول کېږي، چې د سیمې خلکو ټولې روغتیایي ستونزې به ورسره حل شي.

د دوی په خبره، په دې روغتون کې ټول هغه اړین وسایل چې ورته اړتیا ده په پام کې نیول شوي او په راتلونکې کې به یې د خدماتو لړۍ نوره هم پراخه کړي.

د یاد روغتون انجینران وایي، چې د دې روغتون کارونه به په شپږو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ځایي خلک هم خوښ دي چې له اوږده انتظار وروسته ورته اسلامي امارت روغتون جوړوي، چې په دې سره به له هغه کړاو خلاص شي چې کلونه ورسره مخ وو او ناروغان به یې لرې سیمو ته د درملنې په موخه وړل.

تړلي موضوعات