امریکا په قفقاز او منځنۍ اسیا کې خپل پوځي حضور ته پلمې لټوي
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا او متحدین یې هڅه کوي د قفقاز او منځنۍ اسیا د سولې حساس ثبات بهیر کې لاسوهنه وکړي او په همدې موخه افغانستان کې د بیا پوځي حضور لپاره د بهانې په لټه کې دي.
پراودا اژانس په خپور شوي راپور کې ویلي، لاوروف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د یورو اسیا د امنیت په اړه د مینیسک په دویم نړیوال کنفرانس کې کړې.
نوموړي ویلي، له کله چې امریکا د واک ترلاسه کولو په موخه په تعرضي اقداماتو لاس پوری کړی د سیمې هېوادونو سوله ییز وضعیت نارام شوی او په پایله کې زموږ د قارې ټوټه کېدو ګواښونه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي تر دې وړاندې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په موخه تورنه کړې وه او ویلي و، چې روسیه په سیمه کې د امریکا هر ډول پوځي حضور کلکه مخالفه ده.