اسلامي امارت د بندیانو د استرداد په اړه ایران سره ګډ کار کوي

اسلامي امارت د بندیانو د استرداد په اړه ایران سره ګډ کار کوي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران عدلیې وزارت مرستیال سره کتنه کې

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران عدلیې وزارت مرستیال دوکتور عسکر جلالیان او مل پلاوي سره کتلي.

 

دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت د افغان بندیانو د استرداد په تړاو د ایران حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی.

 

مولوي امیرخان متقي دې کتنه کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال څخه ایران کې د افغان کډوالو سره د ایران دولت د ښه چلند او حوصله مندۍ ترڅنګ ایران کې د افغان بندیانو په انتقال کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کړې.

 

بلخوا د ایراني پلاوي مشر ښاغلي جلالیان ویلي، چې د خپلو همکاریو په دوام نږدې وخت کې د ترسره شویو هوکړو له مخې ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه عملا پیل کړي.

 

دې ناسته کې پر دوو اړخیزو سیاسي اړیکو، ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د اقتصادي همکاریو پراختیا او نورو گڼو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې او متقابلو همکاریو پر ډېروالي ټینګار وکړ.

تړلي موضوعات