د روسیې لوړ پوړي چارواکي کابل ته لوی پیغام راوړی!

د روسیې لوړ پوړي چارواکي کابل ته لوی پیغام راوړی! سیاست
د روسیې ځانګړی استازی د بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کې

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مشری یو پلاوی په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی.

 

ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لېدنه کې خبر ورکړی چې نږدې وخت کې به د روسیې لوړ پوړي چارواکي کابل ته راشي او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو سره به د لوړې کچې خبرې وکړي.

 

دا چې د روسیې راتلونکي پلاوي مشري به څوک کوي په اړه یې څه نه دي ویل شوي خو دا یې لوړ پوړي پلاوی ښودلی چې په خبره یې د اسلامي امارت چارواکو سره به په لوړه کچه خبرې اترې ولري.

 

دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي او کابلوف د کابل او مسکو په دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې کړې دي.

 

ښاغلي متقي روسیې سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې بللې دي په خبره یې، د تېر کال په اوږدو کې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي روسیه کې ناستو ته بلل شوي دي.

تړلي موضوعات