د افغانستان او چین لوړ پوړو چارواکو په مهمو مسایلو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ سره ناسته کې د کابل او بیجینګ پر دوه اړخیزو اړېکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.
سرچېنې لیکلي، مولوي امیرخان متقي چین سره د افغان حکومت اړیکې مثبتې ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه ستایلي.
دې کتنه کې د چین استازي ویلي، هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او ټاکنو ته درناوی لري.
د چین ځانګړي استازي په ورته وخت کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې مولوي امیر خان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی داسې مهال کابل ته په سفر راغلی، چې د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته رسېدلې او د اسلامي امارت له مشرانو سره یې کتلي دي.