پوتین اسلامي امارت سره د اړېکو د پراختیا غوښتونکی دی

پوتین اسلامي امارت سره د اړېکو د پراختیا غوښتونکی دی سیاست
د کرملین ویاند دیمتري فیسکوف

د کرملین ویاند دیمتري فیسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمېرپوتین له اسلامي امارت سره د اړېکو د پراختیا غوښتونکی دی.

 

فیسکوف د خبري کنفرانس پر مهال د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت ویستلو پوښتنې په ځواب کې ویلي، دې برخه کې هڅې دوام لري، چې تر نهایي کېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.

 

نوموړي دې کنفرانس کې اسلامي امارت سره د روسیې اړېکې مهمې بللې دي.

 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو سره کتنه کې ویلي، چې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت ویستل وروستي پړاو ته رسېدلي.

تړلي موضوعات