د اسلامي امارت له حضور پرته د ملګرو ملتونو ناستې د وخت ضایع ده!

د اسلامي امارت له حضور پرته د ملګرو ملتونو ناستې د وخت ضایع ده! سیاست
انځور ارشیف

د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان استازي پرته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې د وخت ضایع او غیرمنصفانه دي.

 

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي، اسلامي امارت او افغانان حق لري، چې د افغانستان ګټو خوندیتابه، دریځ، پوهاوي او د ځینو ابهاماتو د رفع کولو لپاره په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي.

 

ذبیح الله مجاهد ویلي، اسلامي امارت ته د څوکۍ نه سپارلو په صورت هلته ابهام راځي چې د افغانستان د دریځ مخنیوي ترڅنګ به د سازمان پرېکړې هم د افغانانو لپاره ګټورې نه وي.

 

نوموړي غوښتنه کړې، چې ملګري ملتونه دې وړاندې تر دې چې د افغانستان په اړه بحث کوي باید افغانستان ته خپله څوکۍ وسپاري، څو هلته د خپل استازی ولري او له خپل موقف دفاع سربېره رامنځته شوې ابهامات رفع کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن ملګري ملتونه د افغانستان وضعیت په اړه غونډه کوي.

تړلي موضوعات