سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر سره لیدلي

سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر سره لیدلي   سیاست
قطر کې د افغانستان سفیر د فرانسې سفیر سره کته کې

قطر کې د ا.ا.ا سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر «جین میرین شو» سره د کتنې په مهال د افغانستان او فرانسې ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

 

شاهین تازه په خپله اېکس پاڼه د دغې لیدنې په تأیید ویلي، د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د روغتیا برخه کې د همکارۍ او کابل هوایي ډګر رادار اړوند مخکینیو خبرو د تعقیب پر موضوعاتو بحث شوی.

 

نوموړي زیاته کړې، په ناسته کې د سیمې او نړۍ په هکله اړوندو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

تړلي موضوعات