ا.ا.ا د سعودي عربستان په اړه د نتنیاهو څرګندونې وغندلې

ا.ا.ا د سعودي عربستان په اړه د نتنیاهو څرګندونې وغندلې سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي اشغالګر رژیم مشر بنیامین نتنیاهو له لوري د خپلواک فلسطین دولت له جوړېدو انکار او د عربستان خاوره کې فلسطین دولت جوړېدل په کلکو ټکو غندلي.

 د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د سعودي عربستان خاوره کې د فلسطیني دولت جوړول ناشونې چاره او له منل شویو حقیقتونو سره په ټکر او د سعودي حاکمیت نقض دی.

 په خبرپاڼه کې د نتنیاهو دا ډول څرګندونې د نړۍ منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حقونو ښکاره سرغړونه بللې شوې.

 اسلامي امارت ټینګار کړی، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده تر هغې چې اشغال دوام کوي د فلسطیني ولس حقونه هم نقض کېږي.

 د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم له غزې د فلسطینیانو اجباري ویستل غندلي او ویلي یې دي، چې فلسطینیان خو کډوال نه دي، چې د اسرائیلو په خوښه به له غزې ویستل کېږي.

تړلي موضوعات