اسلامي امارت تر سیمې ور ها خوا ډیپلوماټیکو اړیکو په لټه کې دی
الجزیرې تلوېزیون جاپان ته د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي سفر ته په اشارې ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت تر سیمې ور ها خوا هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په لټه کې دی.
الجزیرې د جاپاني رسنیو له قوله ویلي، د افغانستان بهرنیو، پوهنې، اقتصاد او روغتیا سکټور پلاوي جاپان ته سفر کړی دی.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري دغې سفر ته په خپله اېکس په اشارې د نړېوالې ټولنې د فعال غړي په توګه د اسلامي امارت بدلېدو لپاره هڅه بللې ده.
جاپاني رسنیو ویلي، د افغانستان حکومت استازي به دې سفر کې خپل لیدلوری له جاپاني چارواکو سره شریک کړي.