د اسلامي اهمکاریو سازمان؛ افغانستان سره تعامل کې پر عیني واقعیتونو باور لري
د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق بخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د دواړو لورو د امنيت، تعليم، نشه یي توکو سره مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختيايي مرستو او ياد سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازيتوب پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
دې کتنه کې طارق بخت ویلي، له افغانستان سره په تعامل کې د سلیقوي چلند پیلویان نه دي او د واقعیتونو موندلو او انعکاس پر تګلاره باور لري.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته د دې لپاره راغلی چې واقعیتونو ومومي او د همدغو واقعیتونو په رڼا کې به په خپلواکه توګه خپله پرېکړه کوي.
بلخوا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ځمکني واقعیتونه له هغو خورا مثبت توپیر لري لکه څنګه چې په ځینو بهرنیو رسنیو کې ښودل کېږي.
ښاغلي متقي هیله ښودلې، چې د رسنیو کې د وړاندې کېدونکي انځور پر ځای دي ځمکني واقعیتونو ته وکتل شي په خبره یې، څو لسیزو جګړو د نړېوال په ذهن کې د جوړ شوي انځور بدلول یوازې د خپلو سترګو لیدلي حل له لارې ممکن دی.