اسرائيلي رسنۍ: حماس کمزوری شوی نه؛ لا پياوړی شوی دی
سره له دې چې د غزې د جګړې يو کال پوره شو او سره له دې چې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ خورا سخت محاصره دی، خو د دې غورځنګ توغندي لا هم تل ابيب په نښه کوي؛ اسرائيلي رسنيو په دې خبرې کړې، چې حماس کمزوری شوی نه دی بلکې لا پياوړی شوی دی.
د «طوفان الأقـ.صی» د کال پوره کېدو په مناسبت له خان يونس سيمې ۱۴ توغندي وتوغول شول او د تل ابيب زړه يې په نښه کړ، حماس د دې بريد مسؤليت واخيست او په بريد تبصره کې اسرائيلي رسنيو وويل چې اسلامي مقاومت لا هم د بېلا بېلو ډولونو سلګونه توغندي لري.
بل پلو د اسرائيلو د استخباراتي ادارو انګېرنې چې «واللا» وېبپاڼې يې راپور ورکړی؛ ښيي، چې حماس د خپلو ځانګړو توغنديو د توليد د سيستمونو رغولو هڅې هم کوي.
دغې وېبپاڼې په يوه بل راپور کې ويلي: «هغه پوښتنه چې په دې ورځ (۷م اکتوبر) يې هر اسرائيلی له خپله ځانه کوي؛ دا ده چې: څنګه د يو کال په تېرېدو هم د منځني ختيځ تر ټولو پياوړی پوځ په دومره موده کې يوازې له دوو وسله والو تنظيمونو سره جنګېږي؟»، راپور دې ته اشاره کړې چې دا جګړه پای نه لري.
د اسرائيلي رسنيو يو بل راپور څرګندوي، چې «خبره تش دومره نه ده چې حماس مات شوی او په شا تمبول شوی نه دی، بلکې دا چې نه يوازې مورال يې نه دی مات شوی، بلکې لا پياوړی شوی دی».
د «واللا» راپور زياتوي چې: «که دومره يو کوچنی او مات تنظيم له کوم خنډ پرته په موږ توغندي ورولی او له توغنديو ورولو وړاندې موږ تهديدولی شي؛ نو اسرائيل بايد له سره غور وکړي او د راتلونکې لپاره چمتووالی ونيسي».
د تېر کال د اکتوبر په اوومه د فلسطين د اسلامي غورځنګ ځواکونه اسرائيلي مېشتو سيمو ته ننوتل او هلته يې بریدونه وکړل، ورسره سم دې غورځنګ سلګونه توغندي په اسرائيلو وورول، چې له اسرائيلي رسنيو سره سم تر ۱۲۰۰ پورې اسرائيليان يې ووژل او ۲۴۰ نور يې بنديان کړل. دغه راز يې د اسرائيلي پوځ «غزه ټولی» په بشپړ ډول له منځه يووړ.
د غزې روانه جګړې چې اسرائيل په کې په پراخو جنګي جرمونو او نړئوالو قوانينو ماتولو تورن دي؛ تر دې دمه يې د نږدې ۴۲۰۰۰ فلسطينيانو ژوند اخيستی چې ۱۷۰۰۰ يې يوازې کوچنيان دي، دغه راز يې تر سلو زرو پورې نور فلسطينيان ټپيان کړي دي. دا هغه شمېرې دي چې غزه کې د روغتيا وزارت خپرې کړې دي، خو نورې شمېرې څرګندوي چې دا مرګ ژوبله له دې ډېره پورته ده.
د امريکا ولسمشر جو بايډن په خپلو تازه څرګندونو کې بيا هم ويلي، چې د غزې د جګړې درولو لپاره زموږ هڅې روانې دي، دا په داسې حال کې چې د تېر يو کال په موده کې امريکا اسرائيلو سره د نږدې ۱۸ ملياردو ډالرو په قيمت د وسلو مرسته کړې ده.
څو ورځې وړاندې ۹۹ تنو هغو امريکايي ډاکټرانو چې غزه کې يې خدمت کړی و؛ له جو بايډن نه وغوښتل چې اسرائيلو سره د وسلو مرستې ودروي، ځکه هغوی يوازې بې ګناه خلک پرې وژني او د ټولو قوانينو په ماتولو د فلسطينيانو نسل وژنه کوي.