نیمروز کې پر یو تن د قصاص الهي حکم عملي کیږي
د نیمروز ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرتیا له مخې، ټاکل شوې سبا جمعه به د دغه ولایت مرکز زرنج ښار کې د اسلامي شریعت د احکامو د تنفیذ او تطبیق په لړۍ کې، د اسلامي امارت د قضایي ارګانونو له لورې په یوه تن قاتل د قصاص حکم تطبیق شي.
دغه ریاست د یاد ولایت د ټولو ملکي او نظامي ادارو له کارکونکو غوښتي، چې سبا د وري میاشتې په ۲۲ مه د سهار په ۷ بجو د یاد ولایت ورزشي اسټیډیوم ته ورشي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې پر قاتلینو د الهي حکم تطبیق په موخه قصاص عملي شوی دی.