د ۷ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې پټلۍ غځولو هوکړه لیک لاسلیک شوه
ټولګټو وزارت نن پنجشنبه خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د سفر په مهال یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
په یاد سفر کې د ۷ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د آقينې–اندخوی د پاتې ۱۰کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه تفاهم ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره لاسلیک شول.
ټاکل شوې ده، چې د يادو تفاهم ليکونو تر لاسليک وروسته به نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درېيو پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک او عملي چارې به یې پيل شي.
سرچینه وايي، اسلامي امارت ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې معیاري کول او رغول لومړیتوب لري چې په موخه یې ټولګټو وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې د پراختیا لپاره په نړیواله کچه همکاري را جلب کړي.