خوست کې د ۳۷ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

خوست کې د ۳۷ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

 د یاد وزارت د خبر له مخې دغو پروژو کې استنادي دېوال، کلیوالي سړکونه، کانالونه او د پلچکونو جوړول شامل دي.

 د دغو پروژو په جریان به سلګونو کسانو ته د کار زمینې برابرېدو سربېره په اړوند برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هم اوارې شي.

 د یادونې ده، چې د ژمي په تېرېدو او هوا ګرمېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امارت له لوري د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه پروژې پیل شوې دي.

تړلي موضوعات