له شبرغان - مزارشریف ته د ګازو انتقال پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

له شبرغان - مزارشریف ته د ګازو انتقال پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي بیارغونه او پراختیا
شبرغان څخه مزارشریف ته د ګازو غځېړلې نل لیکه

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې له شبرغان – مزارشریف ته د ګازو انتقال پروژې کارونه وروستي پړاو ته رسېدلې او د یادي پاتې پروژې کارونه به د روان کال په جریان کې بشپړ شي.

 کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان رسنیو ته منلې، چې د نل لیکي غځولو کارونه بشپړ شوي او دا مهال یې فني ازمایښت دوام لري.

 د یاد وزارت مسئولینو ویلي، د دغې پروژې ګاز به مزارشریف اوسېدونکو سربېره د کیمیاوي کوډ او ښیښو تولید کارخونو ته هم توزیع شي.

 تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، دغه پروژه چې ۹۴.۵ کیلومټره په اوږدوالي سره په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۷۰ زره مترمکعب ګازو د انتقال ظرفیت لري ۶۰۰میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

 د یادونې ده، چې مزار شریف ته د شبرغان ګازو انتقال پروژه هېواد کې د مهمو پراختیاي پروژو له ډلې ده، چې اقتصادي شنونکي یې مزارشریف ښار کې د تولیدي فابریکو چارو په چټکتیا کې حیاتي بولي.

تړلي موضوعات