پاکستاني رسنۍ: د افغانستان او پاکستان سوداګري او ترانزیټ ۶۶ سلنه کم شوی دی.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې تیرو ۸ میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترانزیټ او سوداګري د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده.
د پاکستان د نیشن ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دواړو لوریو دا سوداګري د ۲۰۲۴ کال له جولای بیا د ۲۰۲۵ کال تر فبروري اغیزمنه او اټکل دا دی چې تر یو میلیارد او ۴۸۹ میلیونو ډالرو کموالی به پکې راشي.
سرچېنې لیکلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې ګټې وټې کموالي اصلي لامل د پاکستان له لوري په وارداتي توکو محدودیت دی، خو ځېنې شنونکي یې بیا د تورخم او نورو سوداګریزو لارو تړل هم په ګوته کوي.
د یادولو ده چې پاکستان وخت ناوخت د خپلمنځي سوداګرۍ څخه د فشار د وسېلې په توګه کار اخلي خو زیان یې بیا یواځې سوداګر او ولسونه ویني.