د افغانستان زعفرانو ټولنه: د افغانستان زعفرانو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د افغانستان زعفرانو ټولنې له لوري نشر شوې شمېرې ښيې چې ۱۴۰۳ کال کې په ټول هېواد کې تر ۴۰ ټنو زیات زعفران راټول شوي چې د وړم کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.
د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات حریت راډیو ته ویلي، دا مهال په ۲۶ولایتونو کې د زعفرانو کرکېله کېږي او دغه ټولنه هڅه کوي ټول هېواد کې د زعفرانو کښت ته پراختیا ورکړي.
ښاغلي سادات زیاته کړې، روان کال هم هېواد کې په څه باندې ۱۰ زره جریبه ځمکه زعفران کرل شوي دي.
د زعفرانو ټولنې مسئولین د زعفرانو لوړه بیه، نړۍ کې د افغانستان زعفرانو غوره ځای موندل، وچکالي او زعفرانو ته د تقاضا زیاتېدل دې محصول ته د بزګرانو د لېوالتیا یو عمده لامل بولي.
په ورته مهال د افغانستان زعفرانو ټولنه د زعفرانو له کروندګرو د اسلامي امارت له ملاتړ قدرداني کړې چې د دې محصول د خرڅلاو لپاره یې ورته زمینه برابره کړې.