د ا.ا.ا د مشرتابه او د پکتیا د مسؤلینو کتنه؛ حوصلې، اطاعت، خدمت او په چارو کې د شریعت پر تطبیق ټینګار شوی

د ا.ا.ا د مشرتابه او د پکتیا د مسؤلینو کتنه؛ حوصلې، اطاعت، خدمت او په چارو کې د شریعت پر تطبیق ټینګار شوی افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د پکتیا له والي ملا مهرالله حماد، د علماوو شورا رئیس، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس او د یاد ولایت د ټولو امارتي ادارو له مسؤلینو سره کتلي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د پکتیا ولایت مسؤلینو د یاد ولایت د وضعیت او د امارتي ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل، چې د ا.ا د مشرتابه له لوري یې فعالیتونه ستایل شوي.

د اسلامي امارت زعیم د نورو چارو ترڅنګ په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهي عن المنکر چې د اسلام اصلي هدف دی په ترسره کېدو تاکید کړی دی.

د ا.ا مشرتابه دغه راز ویلي، اوس یې وخت دی چې په اقتصادي، سیاسي، او نظامي امورو کې شریعت تطبیق شي او مسؤلین خپل مسؤلیت ته ښه متوجه واوسېږي.

د یادونې ده، چې د ا.ا مشرتابه د پکتیا ولایت له مسؤلینو سره په کتنه کې په اتحاد، حوصلې، اطاعت، خدمت او په ټولو چارو کې د شریعت پر تطبیق ټینګار کړی.

تړلي موضوعات