اسلامي امارت م.م : هېڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت دین او قضاء کې د مداخلې حق نه لري

اسلامي امارت م.م : هېڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت دین او قضاء کې د مداخلې حق نه لري افغانستان

تېره ورځ د افغانستان بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې په څلورو قاتلینو د قصاص الهي حکم تطبیق شو، چې د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوو.

خو بلخوا د ملګرو ملتونو د حقوق بشر څانګې قصاص د انساني کرامت خلاف بللی او د درېدو غوښتنه یې کړې؛ هغه چې افغانستان اسلامي امارت ورته توند غبرګون ښودلی دی.

د اسلامي امارت سترې محکمې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر څانګې څرګندونو غبرګون کې ویلي، چې هېڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت، دین او قضاء کې د مداخلې حق نه لري.

د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد په دې اړه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر څانګې دا څرګندونې غيري منصفانه او د تعجب وړ دریځ دی.
نوموړی زیاتوي، دا کسان چې قصاص پرې تطبيق شوو، د بې ګناه انسانانو قاتلين وو، د مظلومو کورنیو ژوندونه يې تباه کړي وو او ټولنيز امنیت یې ګډوډ کړی وو.

ښاغلي راشد ملګرو ملتونو ته وریاده کړې: (( موږ په ډاګه وایوو دا زموږ دين زموږ شرعي نظام او زموږ د ولس غوښتنه ده، د همدې نظام او د الله تعالى د احکامو د تطبیق په موخه سترې قربانۍ ورکول شوې دي اسلام برحقه دین دی او موږ د هغه په تعميل مكلف يوو.))

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته د افغانستان په خاوره کې اسلامي حدود یو ځل بیا پلي شوي دي، چې د هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

تړلي موضوعات