د کابل او اسلام اباد چارواکي د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي دي

د کابل او اسلام اباد چارواکي د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي دي سوداګرۍ او اقتصاد
د صنعت او سوداګرۍ وزیر کابل کې د پاکستان سفیر سره کتنه کې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې د همغږۍ زیاتېدو او د ټرانزېټ پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

یاد وزارت ویلي، د کابل او اسلام اباد چارواکو دې کتنه کې د نږدې همکارۍ پر اړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ پروسه کې د اسانتیاوو په موخه په ګډو پرېکړو ټینګار کړی.

پاکستاني چارواکي داسې مهال افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې کوي، چې تر دې وړاندې پاکستانۍ د نیشن ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې ۶۶ سلنه کموالی راغلی.

تړلي موضوعات