د ا.ا پلاوي پاکستاني چارواکو سره په سوداګرۍ، ټرانزيټ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې
پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره کتلي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ويلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو باعزته ستنېدو او د هغوى د شتمنيو انتقال، سوداګرۍ ودې او ټرانزيټ برخه د اسانتياوو په رامنځته کېدو خبرې کړې دي.
د يادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشرۍ د افغانستان پلاوى اسلام اباد ته تللى او هلته به پاکستاني لوري سره په بېلابېلو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې ولري.