نورستان کې سېلانیانو لپاره د جوړېدونکي هوټل چارې به ژر بشپړې شي

نورستان کې سېلانیانو لپاره د جوړېدونکي هوټل چارې به ژر بشپړې شي بیارغونه او پراختیا
نورستان کې د سېلانیانو لپاره جوړېدونکی هوټل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، نورستان ولایت کې د سېلانیانو لپاره جوړېدونکي هوټل چارې په ښه ډول روانې دې، چې ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان د یاد هوټل چارو څخه د لیدنې پر مهال د ساختماني شرکت مسئولینو ته د چارو ښه کیفیت او لوړ معیار د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو سپارښتنه کړې.

نوموړي ویلي، یاد هوټل جوړېدو سره به نورستان کې د سېلانیانو لپاره مناسب ځای برابر شي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له داخلي بودیجې جوړېږي.

دغه ځانګړی هوټل داسې مهال جوړېږي، چې تر دې وړاندې یاد وزارت له خپلې پراختیایي بودیجې جام منار ته څېرمه هم یو معیاري هوټل جوړ کړی و، هغه اقدام چې د فرهنګي فعالان یې د ګرځندوی صنعت ودې په برخه کې مهم بولي.

تړلي موضوعات