د صنعت او سوداګرۍ وزارت: کابل ته قزاقستاني پلاوي سفر موخه د افغان – قزاق نندارتون پرانېسته ده
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغان – قزاق ګډ نندارتون کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی.
یاد وزارت ویلي، ټاکل شوې دغه پلاوی به د خپل سفر په جریان کې د اسلامي امارت چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.
د افغان – قزاق نندارتون د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ برخو کې د کاري فرصتونو زیاتېدو په موخه سبا سه شنبه د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو او خصوصي سکټور استازو لخوا کابل کې پرانېستل کیږي.
د کابل او استانې تر منځ ګډه کلنۍ سوداګري درې میلیارد ډالرو ته رسیدلی، اوس دواړه لوري په دې لټه دي چې دا خپلمنځي راکړه ورکړه له دې هم پورته شي.