ټولګټو چارو وزارت: ډېر ژر به د افغان ټرانس پروژې عملي چارې پيل شي

ټولګټو چارو وزارت: ډېر ژر به د افغان ټرانس پروژې عملي چارې پيل شي سوداګرۍ او اقتصاد
د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ مرستیال ازبکستاني چارواکو سره د افغان ټرانس رېل لارې

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ازبکستان ته د سفر پر مهال له ازبک چارواکو سره د مزار – هرات رېل لارې او افغان – ټرانس پروژې عملي چارو په پیل خبرې کړې دي.

ټولګټو وزارت ویلي، د ازبکستان له لوري د افغان ټرانس پروژې د امکان سنجي بشپړېدو سره به نږدې راتلونکي کې د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.

یاد وزارت زیاته کړې، اوسپنې پټلۍ مرستیال او د ازبکستان سوګدیانا ټرانس کمپنۍ ترمنځ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د حیرتان بندر د ګټې اخېستنې، ساتنې او بیارغونې هوکړه غځولې.

د یادونې ده، چې د دې سفر پر مهال د افغان او ازبک چارواکو ترمنځ د مزارشريف-هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډيزاين چارو د پر مخ وړلو هوکړه هم شوې.

تړلي موضوعات