اقتصادي معاونیت: تېر کال کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

اقتصادي معاونیت: تېر کال کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ۱۴۰۲ کال په پرتله په تېر ۱۴۰۳ کال کې د تازه او وچو مېوو، حبوباتو، غله‌جاتو او ځینو نباتاتو محصولات د پام وړ زیات شوي دي.

یاد معاونیت زیاتوي، تېر ۱۴۰۳ کال غنم ۱۱، وریجې ۱۰، نخود ۵، باقلي ۲۳، جوار ۶ او د اوربشو حاصلات بیا ۱۱۰ سلنه زیات شوي دي.

اقتصادي معاونیت په خپل راپور کې د تازه او وچې مېوې له ډلې د انار، انګور، شفتالو، ناک، توت، ګیلاس، کېنو ، مالټې، زردالو، انځر، بادام، چهار مغز نومونه اخېستي چې په خبره یې تېر کال یې حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. 

یاده حکومتي اداره وايي، د کرنیزو محصولاتو له ډلې زغر ۶۵ کنجد ۱۰، زعفران ۷۶ او د زیتون محصولاتو کې بیا ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اقتصادي معاونیت وايي، اسلامي امارت کرنه د هېواد د اقتصادي ودې پیاوړتیا لپاره یو مهم سکټور بولي او په همدې موخه دغه سکټور د مکانیزه کولو او پراختیا لپاره هڅې کوي.

یاده دې وي، چې اسلامي امارت د کرنیزو محصولاتو لپاره په کور دننه او بهر کې د بازار موندنې په موخه هڅې ترسره کړې دي.

تړلي موضوعات