بهرنیو چارو وزیر اوچا رئیس ته: مرستې باید د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو دوام وکړي

بهرنیو چارو وزیر اوچا رئیس ته: مرستې باید د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو دوام وکړي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر د اوچا رئيس سره کتنه کې

بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال او د یاد سازمان د بشري مرستو همغږۍ دفتر رئیس ټام فلیچر د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

یاد وزارت ویلي، دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان خلکو سره مرستې باید د هغوی رښتیني لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره دوام وکړي.

ښاغلي متقي ویلي، اسلامي امارت په خپلو پښو د هېواد درولو پیاوړې اراده لري، څو خلک له بشردوستانه مرستو وژغوري.

بلخوا ټام فلیچر ویلي، د مرستو ډول باید د بشردوستانه پر ځای پراختیايي پروژو ته تغییر وکړي او دې برخه کې باید د افغانستان خلکو لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي.

بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت له نړېوالو بنسټونو او سازمانونو غوښتې و، چې مرستې دې د بشري پرځای پراختیایي هغو ته تغییر کړي.

تړلي موضوعات