ایران نږدې ۲۰۰ نور افغان بندیان هم اسلامي امارت ته سپارلي

ایران نږدې ۲۰۰ نور افغان بندیان هم اسلامي امارت ته سپارلي افغانستان
د ایران له لوري تازه تبادله شوي افغان بندیان

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ۱۹۹ افغان بندیان چې د ایران زندانونو کې بندیان وو اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

د ایران تسنیم اژانس ویلي، دغه زندانیان د سیستان بلوچستان شمال میلک پوله باندې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

یادې سرچینې ویلي، چې دې تبادله کې دوه ایراني زندانیان چې د بند دوره یې افغانستان زندانونو کې تېروله ایراني چارواکو ته سپارل شوي دي.

د یادونې ده، چې وروستیو میاشتو کې دا درېیم ځل دی چې د افغانستان او ایران ترمنځ زندانیان تبادله کیږي، تر دې وړاندې هم ایران ۴۱۰ تنه افغان زندانیان اسلامي امارت ته سپارلي وو.

تړلي موضوعات