سرپل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله موخې ته تر رسېدو وړاندې نیول شوې

سرپل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله موخې ته تر رسېدو وړاندې نیول شوې افغانستان
سرپل کې د انسان تښتوونکو نیول شوې ډله

د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو سرپل ولایت کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې نیولې.

 یاد وزارت خبر ورکړی، چې د انسان تښتوونکو دغه ډله د یاد ولایت ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې داسې مهال نیول شوې، چې غوښتل یې یو تن وتښتوي او د هغه د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ ۵۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

 له نیول شویو کسانو دوه میله وسله او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.

 د یادونې ده، چې د اختطافګرو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه په جدي ډول دوام لري، چې تر دې وړاندې یې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انسان تښتوونکو ډلې نیولې او د قانون منګولو ته یې سپارلې دي.

تړلي موضوعات