روسي پانګوال بلخ کې د نفتي توکو د استخراج کارخونه جوړوي
د بلخ ولایت مقام خبر ورکړی، چې یو شمېر روسي پانګوالو د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره کتنه کې بلخ کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي توکو د استخراج کارخونې جوړېدو ته لېوالتیا ښودلې.
دغو پانګوالو افغانستان کې د پانګونې موخې کارموندنه، د اقتصادي برخو لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پالل بللي دي.
بلخوا څه موده وړاندې چیني او افغان پانګوالو هم د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمنټو یوې کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې وه.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د امنیت ټینګښت او فساد له منځته تللو وروسته ګڼو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هېواد کې پانګونه کړې.