کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو سترو پروژو پاتې چارې پیل شوې

کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو سترو پروژو پاتې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د برېښنا د سترو پروژو د پاټې چارو بیا پیل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او کابینې یو شمېر نورو غړو له لوري د کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیایي پروژو پاتې چارې پیل شوې.

 ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژو کارونو د بیا پیل پر مهال ویلي، دغه پروژې د برېښنا برخه کې د ځان بسیاینې او نویو کاري فرصتونو رامنځته کېدو او زېربناوو پیاوړتیا پر لور مهم ګامونه دي، چې په مرسته به یې د کجکي برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي.

 ښاغلي برادر ویلي، اسلامي امارت له کورنیو سرچینو د برېښنا د تولید برخه کې پوره هڅې کوي.

 په دغو پروژو کې د زابل مرکز کلات سب سټېشن او د کندهار ختیځ سب سټېشن د پاتې چارو بشپړول او له کجکې برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سب سټېشن پورې د ۱۱۰کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

 د معلوماتو له مخې په یادو پروژو یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره نوي پېرېدونکي له برېښنا برخمن شي.

 د یادونې ده، چې د برېښنا دغو پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

تړلي موضوعات