اذربایجان افغانستان کې د غالۍ اوبدلو حرفه یي ښوونیز مرکز جوړوي

اذربایجان افغانستان کې د غالۍ اوبدلو حرفه یي ښوونیز مرکز جوړوي افغانستان
د اسلامي همکاریو سازمان او اذربایجان په مرسته د غالیو اوبدلو حرفه یې مرکز جوړوي

کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د اذربایجان پراختیايي ادارې په مرسته افغانستان کې د غالۍ اوبدلو حرفه یي ښوونیز مرکز جوړوي.

په همدې موخه کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ د اذربایجان نړېوالې پراختیایي ادارې یا AIDA او افغانستان کې د اذربایجان سفارت سره یوه هوکړه لاسلیک کړې.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، دغه پروژه د افغاني غالیو اصیل هنر ساتنې، دودولو او د افغانستان لاسي صنایعو لا ښه والي په موخه پلي کوي.

یاده دې وي دغه ښوونیز مرکز چې د ځوانانو او ښځو په وړتیا تمرکز کوي د سیمه ییزو اوبدونکو لپاره د تخصصي زده کړو زمینه برابروي.

تړلي موضوعات