کورنیو چارو وزارت: هلمند کې لسګونه میله ناقانونه وسلې نیول شوې
د هلمند امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له تېرې یوې میاشتې راهیسې په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې د پلټونکو عملیاتو په مهال لسګونه میله وسلې او نظامي تجهیزات موندلي او په تړاو یې ۱۶ تنه نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، په ترلاسه شوو وسلو او تجهیزاتو کې، ۹۰ میله نوې تومانچې، ۶ کلاشینکوف، یو کره بین، یو کمر شکن، ۲۰ مخابرې، ۱۸ شاجورونه او نږدې ۱۸۰۰ د وړو وسلو مرمۍ او نور نظامي تجهیزات شامل دي.
یاد وزارت زیاتوي، نیول شوې وسلې او نظامي تجهیزات چې په ناقانونه توګه خلکو په کورونو کې له ځان سره ساتلې وو ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو له ثبت وروسته د ډایاګ مدیریت ته سپارلي او زیاته کړې یې ده، چې نیول شوي کسان به د نور څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو په سمنګان کې هم ۲۸ بېلابېل ډوله وسلې او نظامي تجهیزات پلټونکو عملیاتو له لارې نیولي وو.