د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د راه فردا تلوېزیون فعالیت د کارمندانو معاشونو نه ورکړې له امله ځنډېدلی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاد تلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو له پرلپسې شکایتونو وروسته چې ګواکې د یاد تلوېزيون د ادارې لخوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي، فعالیت یې وځنډېد.
وزارت وايي، د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون لخوا د ستونزو د حل په موخه څو ځلې د دې تلوېزيون مسؤلين راوغوښتل شول او د کارکوونکو د معاشاتو او امتيازاتو د ستونزو د حل سپارښتنې ورته وشوې، خو تر اوسه د دوی له لوري یادې موضوع ته رسېدنه ونه شوه، حتی ځینې وختونه له کارکوونکو سره ګواښوونکی چلند هم شوی دی.
د سرچینې په خبره، له همدې امله یاد کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د دواړو لوریو موضوع د حل په موخه محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې د راه فردا تلوېزیون فعالیتونه وځنډوي.
یاده دې وي، چې اسلامي امارت چارواکو هېواد کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو په ملاتړ څو ځله ټینګار کړی او په دغه ډګر کې د دوی حقوقو ته رسېدنه یې خپل لومړیتوب بللی دی.