د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وه.
د ښاغلي جواد په خبره، له ټولټال ۸۹۰ میلیونه ډالرو ۶۲۷ میلیونه ډالره صادرات او پاتې ۲۶۳میلیون ډالر یې واردات دي.
نوموړی وايي، له افغانستان څخه په صادراتي توکو کې انځر، زعفران، ممیز، بادام، شنه زیره او داسې نور توکي شامل دي.
د یاد وزارت ویاند همدا راز زیاته کړې، له هند څخه افغانستان ته په وارداتي توکو کې د صنعتي فابریکو لپاره خام توکي، د موټرو پرزې، ماشینونه او ګڼ نور توکي دي چې په تېر کال کې له هند څخه هېواد ته وارد شوې دي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړې او افغاني تولیدات او لاسي صنایع د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري.