د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال: د هېواد وارداتي اقتصاد باید په صادراتي بدل شي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد تاشکند کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره کتنه کې ټینګار کړی، چې د هېواد وارداتي اقتصاد باید په صادراتي بدل شي.
ازبکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي زاهد دې کتنه کې له افغان سوداګرو غوښتي، چې ازبکستاني پانګوال دې افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې کتنه کې سوداګرو خپلې ستونزې له ښاغلي زاهد سره شریکې کړې، چې نوموړي یې د حل ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت هڅه کړې، چې بهرنیو بازارونو ته د هېواد صادرات زیات کړي او د کورنیو تولیداتو لپاره له هېواده بهر د خرڅلاو بازار پیدا کړي.