د ښاري پلان مطابق د ځمکو پلور، وېش او اجارې ورکړې طرزالعمل جوړ شوی

د ښاري پلان مطابق د ځمکو پلور، وېش او اجارې ورکړې طرزالعمل جوړ شوی افغانستان
انځور ارشیف

د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون دوهمې ځانګړې غوڼده کې د یاد کمېسیون په لومړۍ ترسره شوې غونډه کې د شویو پرېکړو تعقیبي راپورونه وړاندې شول.

اقتصادي کمېسیون دغې ځانګړې غونډه کې د لومړۍ هغې په تعقیب چې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، چې د ښاري پلان مطابق د دولتي ځمکو د نمرو د پلور، وېش او ساختمان د اجارې د ورکړې اسانتیاوو په اړه طرزالعمل جوړ او دوهمې غونډې ته د ارزونې لپاره وړاندې کړي.

یادې کمېټې جوړ کړی طرزالمعل دوهمې غونډې ته د ارزونې لپاره وړاندې او د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پر ځای کولو وروسته د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته وړاندې شو.

د دغې طرزالمعل له مخې هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او چارې یې پیل کړي.

د اقتصادي کمېسیون دوهمه ځانګړې غونډه د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د شوال میاشتې په ۲۸مه، ۲۹مه او ۳۰مه نېټه ترسره شوې.

تړلي موضوعات