د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د کونړ ښاروالۍ چارې ارزولې دي

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د کونړ ښاروالۍ چارې ارزولې دي افغانستان

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ چهارشنبه کونړ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت ښاروالۍ فعالیتونه او چارې ارزولې دي.

د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست په اېکس پاڼه ویلي، چې ښاغلي اخندزاده د سفر په ترڅ کې د کونړ ولايت له والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، د اسعداباد ښاروال مولوي نظر محمد عتیق، د دغه ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالقهار صدیقي، ولسوالانو او ولایتي ادارو مسؤلینو سره کتلي دي.

مولوي محمد اسحق اخندزاده د یاد ولایت مقام کې جوړې شوې غونډې ته وینا کې ویلي، چې د دې سفر موخې د ښاروالۍ فعالیتونو ارزول، له ولایتي ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ پراختیا او د ښاروالۍ حقوقي حيثیت تشریح کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاروالۍ یو غیري بودیجوي واحد ده چې په ملي بودیجه کې نه عادي او نه هم انکشافي سهم لري او عواید یې هم د کابينې د پرېکړې پر اساس ملي بودیجې يا بل کوم ولايت ته نه انتقاليږي، بلکې په هماغه ولايت کې د پلان مطابق خلکو ته پرې ښاري خدمتونه وړاندې کېږي.

په یاده غونډه کې د کونړ والي د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس ته د هرکلي ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، چې اسعداباد ښار ډېر کوچنی ښار ده او ښاري ګڼه ګوڼه یې زیاته ده، چې باید حلقوي سړک او هوایي پلونه پکې جوړ شي او همداراز یې د ولسوالیو ښاروالیو لپاره د تشکیل او انکشافي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

یاد ریاست پر اېکس زیاته کړې، چې تخنيکي پلاوي د اسعداباد ښاروالۍ تدارکاتي قراردادونو، عوايدو، محاسبې، ټرانسپورټ، سکتوري، د تنظیف او کارکوونکو چارو اسناد وڅېړل او د يادې ښاروالۍ مسؤلين او کارکوونکي يې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړل.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د ولایتي ښاروالیو چارې او فعالیتونه ګړندي شوي او د هر ولایت ښارونو کې د پام وړ پروژې د ښاري ښکلا او اسانتیاوو په موخه پلي شوې دي.

تړلي موضوعات