ملا برادر کډوالو ته: ستاسو ښه راغلاست د ژونـد تر ټولـو خوشحالونکې او له افغاني غرور ډکه شېبه ده

ملا برادر کډوالو ته: ستاسو ښه راغلاست د ژونـد تر ټولـو خوشحالونکې او له افغاني غرور ډکه شېبه ده افغانستان

اقتصادي معاونیت وايي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د راستانه شویو هېوادوالو د لیدنې لپاره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی و.

اقتصادي مرستیال راستانه شویو هېوادوالو ته ویلي، ستاسو ښه راغلاست د ژوند تر ټولو خوشحالونکې او له افغاني غرور ډکه شېبه ده.

ښاغلي برادر راستنو شویو هېوادوالو ته وویل د ازادۍ، غرور، مالکیت احساس او رښتینې خوشحالي یوازې په خپله خاوره کې ده.

نوموړي راستانه شویو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو د حل لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

اقتصادي مرستیال همداراز پر ټولو نړېوالو مرستندویه ټولنو غږ وکړ، چې له اسلامي امارت سره په ګډه همکارۍ د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت راغلو افغان کډوالو ته د سرپناه، خوراک، څښاک، نغدي مرستو او نورو اسانتیاوو برابرولو برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي او دمګړۍ کډوالو ته د ګڼو ښارګوټو پر جوړېدو کار روان دی.

تړلي موضوعات