د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت ودې په موخه د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې طرحه تائید شوه

د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت ودې په موخه د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې طرحه تائید شوه افغانستان
ارشیف

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا په ټول هېواد کې د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې طرحه تائید شوه.

 ښاغلي مجاهد په اېکس پاڼه دغه خبر خپور کړی او زیاته کړې ده، چې د دغې طرحې له مخې به یاده ځمکه د مالدارۍ او چرګانو ساتلو د فارمونو لپاره خصوصي سکټور ته په واک کې ورکول کیږي څو په هېواد کې د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت وده وکړي.

 د یادونې ده، چې تېره ورځ اقتصادي معاونیت وویل چې د صنعتي پارکونو جوړېدو لپاره هم ۸۰ زره جرېبه ځمکه ځانګړې شوې او د نورې ځمکې ځانګړې کېدو پروسه هم روانه ده.

تړلي موضوعات