قطر د افغانستان د پرمختیايي هڅو ملاتړ کوي

قطر د افغانستان د پرمختیايي هڅو ملاتړ کوي افغانستان
د نړېوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې سره د مولوي امیرخان کتنه


د نړېوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي المسند ویلي، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې د ښوونیزو او روغتیایي پروژو د پلي کولو برخه کې د همکاریو ساحې څېړلې دي.

اغلي مریم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې د هغو پرمختیايي پروګرامونو د ملاتړ امکانات یې هم څېړلي، چې موخه یې د تر ټولو زیان منونکو قشرونو پیاوړتیا ده.

نوموړې ويلي، قطر د افغانستان د پرمختیایي هڅو ملاتړ کوي، څو د افغان ولس د ثبات، سوکالي او هوساینې ته ځواب ووايي.

د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د سفر پر مهال له ګڼو لوړ پوړو قطري چارواکو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات