د ا.ا.ا زعیم: ولس قربانۍ ورکړې خدمت یې وکړئ، هغوی تېر کې ستاسو خدمت کړی

د ا.ا.ا زعیم: ولس قربانۍ ورکړې خدمت یې وکړئ،  هغوی تېر کې ستاسو خدمت کړی افغانستان

د اسلامي امارت مشرتابه د کابل ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو ګډ یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې مسؤلینو ته ویلي، چې د ولس خدمت وکړئ، هغو په تېرو وختونو کې ستاسو خدمت کړی او ستاسو سره یې قولا او عملا زیات کومک کړی او قربانۍ یې ورکړې دي.

دې سیمینار کې د اسلامي امارت زعیم مسؤلینو ته ویلي: (( د دې خلکو اوس تاسو ته سترګې دي، نو اوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پرې وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ.))

د ا.ا مشرتابه مسؤلینو ته همداراز ویلي، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ، غفلت مه کوئ غفلت عذر نه دی او په غیر مقصودي او عبثو کارو کې ځان مه مصروفوئ.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې دې سیمینار کې د کابل ولایت والي، د استخبارتو رئیس، د کابل د ملکي ادارو رئیسانو، د محاکمو مسؤلینو، د ولسوالیو ولسوالانو، د حوزو آمرینو او د کابل ولایت د استخباراتو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

تړلي موضوعات