میدان وردګو کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل – کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ لوړي سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، پېښه تېر ماښام د یو فلډر او لوکسل ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې د درېیو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون ۷تنو ژوند بایللی او د پنځو ماشومانو په ګډون لس کسان نور ټپیان شوي دي.
امنیه قومندانۍ ویلي، ټپیان د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي، چې روغتیایي کارکوونکو د ځینو ټپيانو حالت نازک ښودلی.
دا په تېرو څو میاشتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار څویمه خونړۍ ترافیکي پېښه ده، چې له کبله یې لسګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.