کابل کې د جاپان سفیر: جاپان د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي

کابل کې د جاپان سفیر: جاپان د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي افغانستان
کابل کې د جاپان سفیر

افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا کابل کې د خوارځواکۍ له یو مرکز د لیدنې پر مهال له افغاستانه د جاپان د ملاتړ د دوام خبر ورکړی.

ښاغلي کورومیا ویلي، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او د افغانستان خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام وکړي.

د خوړو نړېوال پروګرام ویلي، چې جاپان دې وروستیو کې له یاد بنسټ سره ۷میلیونه ډالره مرسته کړې، چې دوی په دې مرستو ۳۰ زره کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې، د ښوونځیو ۳۰ زره زده کوونکو او په خوارځواکۍ اخته ۶۰ زره مېرمنو او ماشومانو درملنه کړې.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم جاپان د افغانستان خلکو سره د خپلو مرستو ډاډ ورکړی و او وخت نا وخت یې د نړېوالو بنسټونو له لارې افغانستان سره مرستې جاري ساتلې.

تړلي موضوعات