د کابل ملا عزت ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د کابل ملا عزت ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه افغانستان
کابل کې د ملا عزت ښارګوټی

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» په نامه کابو ۳۵۲ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس دولتي تثبیت شوه.

عدلیې وزارت ویلي، د مرکز زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې د کابل ولایت په پغمان ولسوالی کې د څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکې اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره چې د «ملا عزت ښارګوټي» په نامه یادېږي، پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي کابو ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي ده.

یاد وزارت ویلي، د دغې ښارګوټي یواځي ۹۱ جریبه ځمکه شخصي تثبیت شوې.

عدلیې وزارت تر دې وړاندې په مزارشریف کې خالد شهرک چې د عطا محمد نور او په کابل کې د داووخان شهرک چې د سیاف له خوا وېشل شوی و، دولتي تثبیت کړ.

یاده دې وي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې اسلامي امارت د خپلو هڅو پر دوام په ټول هېواد کې سلګونه زره جریبه دولتي ځمکې د غاصبینو له منګولو را خلاصه کړې او په دې برخه کې د مسؤلینو لخوا لا هڅې روانې دي.

تړلي موضوعات