د اطلاعاتو او کلتور وزارت: ټولې هغه رسنۍ چې مسئولانه نشرات کوي اسلامي امارت یې ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: ټولې هغه رسنۍ چې مسئولانه نشرات کوي اسلامي امارت یې ملاتړ کوي افغانستان
افغانستان کې د رسنیو فعالیت

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو دازادۍ ورځې په مناسبت ویلي، یاد وزارت له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانستان خلکو فرهنګي ارزښتونو، باورونو او د خلکو شخصي حریم ته درناوی لري پوره پوره ملاتړ یې کوي.

د یاد وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته اطلاعاتو او کلتور وزارت رسنیو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې، چې یواځې تېر کال شاوخوا ۱۵ رسنیزو ادرسونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي.

ښاغلي غفران ویلي، ټولې هغه رسنۍ چې مسئولانه نشرات کوي پوره ملاتړ یې کوي.

نوموړي له ټولو رسنیو غوښتنه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم مسئولانه نشرات وکړي.

یاده دې وي چې اسلامي امارت داسې حال کې د رسنیو د ازادۍ بشپړ ملاتړ څرګندوي، چې تر دې وړاندې یوناما د مطبوعاتو ازادۍ ورځې په مناسبت سره ادعا کړې وه، چې افغانستان د مطبوعاتو ازادي برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ یم ځای خپل کړی.

تړلي موضوعات