امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: د رسنیز ډګر له کارکوونکو سره د همکارۍ څه باندې ۱۰۰۰ ناستې شوې

امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: د رسنیز ډګر له کارکوونکو سره د همکارۍ څه باندې ۱۰۰۰ ناستې شوې افغانستان
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د تېر کال په اوږدو کې د رسنیو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ۱۰۶۲ ناستې ترسره کړې.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، دا ناستې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ترسره شوې او موخه ترې د اسلامي شرعي ارزښتونو دودولو، دیني اصولو پلي کولو او رسنیو سره د همکارۍ او هر اړخیزه ډاډ لپاره وې.

نوموړی وايي، یاد وزارت د اسلامي اصولو په چوکات کې د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او له رسنیو هم غواړي څو په خپلو چارو کې اسلامي اصول او شرعي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د یادونې ده، چې نن د مطبوعاتو د ازادۍ ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم رسنیو ته ډاډ ورکړی چې حکومت مو پوره ملاتړی دی.

تړلي موضوعات